د مدافع وکیلانو د ورودي آزموینې جوړولو په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

عدلیه وزارت د مدافع وکیلانو د ورودي آزموینې دوه یم دور د ۱۴۰۲ هجري لمريز کال د زمري د میاشتې په ۳۰ نېټه ى دغه وزارت په مقر کې ترسره کوي؛ له دې امله د دفاع وکالت د جواز لیک هغو ټولو غوښتونکو ته چې دغې آزموینې له پاره شارت لست شوي خبر ورکول کیږي چې لاندي ټکي بايد مراعت کړي، له دې پرته به د شکایت حق و نه لري.

۱ - د دفاع وکالت د ورودي آزموینې د شمولیت کارتونه د ۱۴۰۲ هجري لمريز کال د زمري د میاشتې په ۲۶ نېټه د پنجشنبې په ورځ او د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست له لوري ویشل کیږي.

 ۲- د دفاع وکالت ورودي آزموینه د ۱۴۰۲ هجري لمريز کال د زمري د میاشتې په ۳۰ نېټه  د دوشنبې په ورځ اخیستل کیږي، له دې امله ټول ګډونوال مکلف دي چې په همدغه ورځ د سهار په ۶ بجو د عدلیې وزارت په مقر کې حاضر واوسي.

۳- د آزموینې په ورځ وزارت ته د ننوتو اجازه یواځې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په آزموینه کې د شمولیت کارتونه او د تابعیت د تذکرې اصل له ځان سره ولري.

 ٤- د آزموینې په ورځ د دفاع وکالت په ورودي آزموینه کې د شمولیت کارتونه نه ویشل کیږي.

 

د مدافع وکیلانو د دوه یم دور آزموینې لپاره په شرایطو د برابرو لست

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره شوه

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره کړه.

په دې ټولګه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۵ فرمانونه چې په ۱۴۴۶ هجري . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د خدماتو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

عدلیې وزارت، خپلو ټولو مراجعینو ته ډاډ او اطمینان ورکوي چې په دې وزارت کې ټول کارونه د اصولو او قوانینو مطابق په ټاکلي وخت ترسره کېږي او هېڅ ډول واسطه یا شخصي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

Back to announcements