د مالیې وزارت له پلاوي سره د عدليې وزارت د سرپرست کتنه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۰:۱۲
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس او د دې وزارت سرپرست مولوي احسان الله وثیق د ذوالقعدې په ۱۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د ماليې وزارت له پلاوي سره د عدليې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د عدلیې وزارت د عایداتي سرچینو د بررسۍ لپاره د  یوې کمېټي د جوړلو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې یاده شوې کمېټه دې د انسجام له لوی ریاست، د رسمي سندونو د تصدیق او ژباړې له ریاست، د حقوقو له لوی ریاست، د مدافعو وکیلانو له ریاست او د احکامو د تنفیذ له ریاست څخه د استازو په ګډون را منځته شي او د مالیې وزارت سره په مرسته  او همغږې کې به د عدلیې وزارت عایداتي سرچینې بررسي کړي.

720

په همدې ډول کمېټه به جوته کړي چې کومې عایداتې سرچینې فعالې او کومې یې غیرفعالې دي تر څو چې غیر فعالې عایداتې سرچینې بیا فعالې او فعالې سرچینې وده وکړي او نوې عایداتې سرچینې وموندل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت د سپینو بیرغونو پورته کول

 عدلیې وزارت د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت، د دغه وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه پورته کړل.

دا بیرغونه چې یو لوی او نور متوسط بیرغونه په کې شامل. . .

BACK TO NEWS