د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۲۵

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو  په حضور سره ددغه ولایت د کرنې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په یاده شوې ناسته کې د یو لړ لازمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول. دغه راز د لوګر-کابل سیند چې د ځايي خلکو له خوا یې حریم غصب شوی، بحث او د نظرونو تبادله وشوه او پریکړه وشوه چې، له تثبیت څخه وروسته یاد سیند فراخ کړل شي ترڅو په راتلونکې کې د سیلابونو له تخریب څخه مخنیوي وشي.

دغه راز په یاده شوې ناسته کې د مرکز پل علم التمور دښتې په تړاو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه او تېر فعالیتونه هم و ارزول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS