د لغمان ولایت د عدليې رئیس له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۹:۹

د لغمان ولایت د عدليې رئیس مولوي روح الله روحاني د ذوالقعدې میاشت په ۷ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل.

په دغې کتنه کې چې د عدليې ریاست په مقر کې ترسره شوه، د عدليې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې و یې ویل چې د مدافع وکیلانو د کړنلارې پر اساس هیڅوک حق نه لري چې د دفاع وکالت له جواز څخه پرته فعالیت ترسره کړي او یا هم د نورو ولایتونو د ثبت شویو جوازونو پر اساس په دغه ولایت کې استازولې پرانیځي. دغه راز نوموړي یادو شویو مدافع وکیلانو ته لارښوونه وکړه چې د هغوی د جوازونو د وخت پای ته رسیدلو په صورت کې د هغو پر تمدید اقدام وکړي او خپلې دارالوکالې تل پرانېستلې پریږدي.

دغه راز د عدليې رئیس د دغه ولایت مدافع وکیلانو ته له کړنلارې سره سم د اداري سندونو د ثبت، د مؤکلینو د سندونو د ثبت او د مقاولو او عوایدو د ثبت کتابونو په درلودلو، او بل شخص ته د مهر، د دارالوکالې د امتیاز او د نورو مسلکي امتیازونو د نه لیږدولو، د خپل مؤکل مقابل لوري سره د مدافع وکیل د مرستې نه کولو او د نورو وکیلانو پر ضد د ناوړو تبلیغاتو څخه د ډډې کولو، بل شخص ته د دارالوکالې د نوم او سرلیک د عاریې نه ورکولو، د دارالوکالو د موقعیت بدلیدلو څخه د مراجعینو خبرولو، لږ تر لږه یو کال کې له دریو جنايي قضیو څخه په وړیا توګه د دفاع او د نورو مواردو په اړه لازمې توصيې او لارښوونې وکړې.

په دغې ناسته کې د مدافع وکیلانو د ستونزو او هغو له پاره د حل لار موندلو په اړه هم خبرې وشوې او د عدليې رئیس له خوا هغوی سره د هر اړخیزو همکاریو  ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS