د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او د یاد ولایت له والي سره د هیئت کتنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۲۲

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد شوي هیئت د دغه ولایت له والي سره هم وکتل او خبرې وکړې.

د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د نورستان او لغمان ولایت ترمنځ د کرښې تعیین په اړه د لوګاړ او توپاک کلیو د اوسیدونکو عریضه چې هیئت ته راجع شوې وه، بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت په دې اړه د دغه ولایت له والي سره خبرې وکړي او له نوموړي څخه لارښوونه واخلي.

دغه راز په دغې ناسته کې، د مستوفیت اداري د پخوانۍ ودانۍ دوسیه بررسي شوه او د یادې ساحې وکیل او متصرف هم غونډې ته حاضر شول. هغوی یاده شوې ساحه خپل شخصي ملکیت وباله، ویې ویل چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال له استملاک څخه پرته له هغوی څخه اخیستل شوی دی او هغوی د ځمکې یاد استملاک د بدیل غوښتونکي شول.

یاد شوي هیئت د مرکز کوټه طور ساحې د دوو تنو اوسیدونکو حقوقي دوسیې په اړه چې کورونه یې د تفریحي پارک په منځ کې دي، بحث وکړ او د هغوی خبرې یې واوریدلې او پریکړه یې وکړه چې له نږدې څخه ساحه ولیدل شي او سندونه پرې تطبیق شي. د نورو اشخاصو ترمنځ د استوګنې د نمرو د غصب دوسیه هم بررسي شوه او د دعوا دواړه لوري غونډې ته وبلل شول او د هغوی خبرې واوریدل شوې.

یاد هیئت د ذوالقعدې میاشتې په ۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي سره هم وکتل او د تخنیکي هیئت د فعالیتونو په اړه یې نوموړي ته معلومات ورکړل. والي تخنیکي هیئت ته دنده ورکړه چې د لغمان ولایت په کچه ټولې غصب شوې ځمکې تثبیت او استرداد کړي او هم یې له یاد هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS