د قرارداد ورکړې تصمیم خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل د اړتیا وړ د قوانینو ټولګې او فرمانونو ټولګې د چاپ، تدارک پروژه د بهیر طباعتي او بسته بندۍ شرکت، د (۷۱۳ D-) جواز شمېرې درلودونکی، پته د کابل څلورمه ناحیه، شهرنو د حنظله جومات درېلارې په پنځلس میلیونه نههسوه پنځوسزره (۱۵۹۵۰۰۰۰) افغانۍ مجموعي قیمت ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د اعلان خپریدو له نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکل شوي بڼه له دلایلو سره یو ځای په دارالامان کې د عدليې وزارت، د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قراداد د عقد په معنا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او راتلونکو قانوني مراحلو تېرولو پورې، قرارداد نه منعقد کیږي.