د فراه ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۰:۳۹
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د فراه ولایت له والي الحاج ملا نور احمد روحاني سره د دغه ولایت په مقر کې وکتل او د یاد هیئت د فعالیتونو راپور یې له نوموړي سره شریک کړ.

په دغې ناسته کې تخنیکي هیئت له دغه هیئت سره د ځانګړې قطعې د نه همکارۍ موضوع هم د یاد ولایت له والي سره شریکه کړه او له نومړي څخه یې دغې موضوع ته د رسیدګۍ غوښتونکی شو.

د فراه ولایت والي د یاد ولایت د تخنیکي هیئت له فعالیتونو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او لارښوونه یې وکړه چې ځانګړې قطعه دې له دغه هیئت سره په هر حالت او هر وخت کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS