د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۱:۴۴
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د دغه ولایت له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وشوه.

یاد شوي هیئت د یو شخص د سندونو او د حج او اوقافو ریاست د سندونو د تطبیق په منظور مدعا بها سیمې ته ولاړ او یاد سندونه یې تطبیق کړل. دغه هیئت د شنې ساحې او د ښارې دوه یم پلان سړک د بررسۍ په منظور، ټاکل شوې ساحې ته حاضر شو او د انجنیرانو راپور او د اشخاصو سندونو یې په ساحه کې تطبیق کړل.

تخنیکي هیئت د یو  بل شخص د نمرو ساحه هم بررسي کړه او مشخصه شوه چې د څو تنو اشخاصو کورونه په عامه کوڅه کې جوړ شوي دي. یو شمېر اشخاص هم هيئت ته حاضر شول او له هغوی څخه غوښتل شوي سندونو او مدارک بررسي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS