د غزني ولایت د عدليې او کرنې د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۲
.

د غزني ولایت د عدليې ریاست او د دغه ولایت د کرنې ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د غزني ولایت د عدليې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان او مل پلاوي او د کرنې رئیس مولوي ګلاب الدين ذبیح الله په ګډون سره د کرنې رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د دغو دواړو ریاستونو د ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او ګډو همکاریو ټینګار وشو او د ستر محکمې  یو شمېر متحد المال مکتوبون او  د ځمکو اړوند ځینې ستونزې بحث لاندې ونیول شوې او د هغو پر حل ټینګار وشو.

په یاده ناسته کې د غزني د کرنې ریاست مسؤولینو شته ستونزو ته د ژر رسيدګۍ په اړه عدلیې ریاست ته  ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۹۳۸۳ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د ۹۳۸۳ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.

له دغو. . .

BACK TO NEWS