د عدلیې وزیر اهل هنود هېوادوالو ته: ستاسو د ځمکو د غصب موضوع په جدي ډول بررسي کیږي

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱۰
.

د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي له یو شمېر اهل هنود هېوادوالو سره د یاد وزارت په مقر کې وکتل او له هغوی سره یې د هغوی د غصب شویو ځمکو په اړه خبرې وکړې.

دا کتنه د رمضان د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه او د عدلیې وزارت سرپرست په کې وویل چې باید د خپلو غصب شویو ځمکو سندونه، قبالې، موقعیت او اندازه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون سره شریکې کړي ترڅو یاد کمېسیون موضوع بررسي کړي.

اهل هنود هېوادوالو هم د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له رئیس څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د هغوی ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې غصب شوي دي.

هغوی وویل چې د خپلو غصب شویو ځمکو مشخصات به د «درمسال» له لارې د یاد کمېسیون تر سرلیک لاندې واستوي او د عدلیې وزارت سرپرست هم ډاډ ورکړ چې کمېسیون او ولایتي تخنیکي هیئتونه به يې، دا موضوع په بشپړ جدیت او دقت سره بررسي کړي.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له هغو اشخاصو او افرادو چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې یې غصب کړي غوښتنه کوي چې د هغوی ځمکې بېرته ورکړي؛ په غیر له دې  به کمېسیون له هغوی سره چلند وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

BACK TO NEWS