د عدلیې وزارت مسلکي معين د لغمان ولایت له والي سره وکتل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۳۸
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ، ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، دغه پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، لغمان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

مؤظف پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د لغمان له والي سره وکتل او د یاد ولایت د عدلیې له ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته، د دغه رياست د خدمتونو وړاندې کول یې له نږدې بررسي کړل.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د لغمان ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

مؤظف پلاوي د لغمان ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS