د عدلیې وزارت عالیقدر سرپرست وزیر د چین له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۶ - ۱۰:۷

دوشنبه،

د دغې لیدنې په پیل کې، د عدلیې محترم سرپرست وزیر د چین هېواد سفیر ښاغلي وانګ یو او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له دوی څخه یې مننه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت سره د یو دوست هېواد په توګه خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په دغه لیدنه کې د عدلیې محترم سرپرست وزیر په ډاګه کړه چې اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو څخه پرته چې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي.

همدا راز، هغه نړیوال قوانین او سندونه چې د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي ورته درناوی کوي.

هغوی وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او پدې ترتیب، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکول کیږي چې د افغانستان له خاورې څخه به د دوی پر خلاف کار نه اخیستل کیږي.

د عدلیې محترم سرپرست وزیر زیاته کړه چې داد خوښۍ ځای دی چې د اشغال او په هېواد کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړې له پای ته رسېدو څخه وروسته په ټول هېواد کې افغانان د یوه واقعي سولې او ثبات شاهدان دي او د تېرې دورې ټول مامورین د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د عفوې له فرمان څخه برخمن دي.

ورپسې د چین هېواد ښاغلي سفیر، پدې خبره خپله خوښي څرګنده کړه وروسته له دې چې اسلامي امارت د هېواد کنټرول تر لاسه کړ امنیت ورځ تر بلې په ښه کېدو دی او خلک اوس له کومې ویرې پرته د ژوند چاري او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دوی دې ته په اشارې سره وویل: د قدر وړ ځای دی چې د اسلامي امارت غړي ژمن دي چې د خلکو اقتصادي ستونزې به حل او د تروریزم په وړاندې به مبارزه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت سره به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي او په نړیواله کچه به پر اسلامي امارت د لګول شوو تحریمونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي.

همداشان د عدلیې محترم سرپرست وزیر وویل: د اسلامي امارت غړي نه مخکې او نه اوس د جنګ او جګړې طرفدار دي خو د نظام د اصلاح او د شریعت غوښتونکې دي او له همدې امله اسلامي امارت و کولای شو په لنډ وخت او په تش لاس سره د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه او هېواد له بهرني یرغلګرو څخه وژغوري.

په پای کې دواړو لوریو یو ځل بیا د خپلو همکاریو د دوام او د متقابلې ځمکنۍ بشپړتیا د احترام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کسب‌ګرو خونې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ  وازرتونو او کسبګرو خونې د ګډې کمېټي ناسته چې د یادې خونې د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د شوال د میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۵۷
Background image

په تېر یونیم کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

مولوي احسان الله وثیق، د ځمکو  له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون سکرتر د یاد کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو ته په زده کړه ییز سیمینار کې وویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۴۲
Background image

د عدلیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره کېدل

د کابل ښاروالۍ له استازو سره د عدلیې وزارت د همغږۍ ناسته د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته. . .

BACK TO NEWS