د عدلیې وزارت د ۲ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۶
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالقعدې د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست دريمې رتبې د دوه تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالې له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو رئیس مفتي رحمت لله حلیم  او د  وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.
په دغې ازموینه کې د ګډون لپاره کابو ۱۴۰ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه د هغوی ۱۱۷ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د عدلیې وزارت د ۲ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالقعدې د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست دريمې رتبې د دوه تشو بستونو رقابتي ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS