د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۱۲
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته، د ربیع الاول د میاشتې په ۵ نېټې د چهارشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او نور مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناستې کې د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست د کړنلارې، د پالیسۍ او پلان د ریاست د کړنلارې او د حقوقي مساعدتونو د ریاست د کړنلارې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او په پایله کې د پالیسۍ او پلان ریاست کړنلاره تائید او تصویب شوه.

د بهرنیو اړیکو د ریاست د کړنلارې په تړاو هم پریکړه وشوه چې دغه کړنلاره له اصلاح او د اصلاحي نظریاتو له درج څخه وروسته په راتلونکې ناسته کې وړاندې شي او دغه راز د یاد وزارت د حقوقي مساعدتونو د ریاست کړنلاره د مطالعې او لا زیاتې بررسۍ په منظور د دغه وزارت تقنین ریاست ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS