د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري غونډه جوړه شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۹:۱۹

د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري غونډه د ۱۴۰۱ کال د غویي د میاشتې په ۲۱ نیټه د چهارشنبې په ورځ د دې وزارت د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په شتون جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي د اسلامي امارت د پخوانۍ دورې د سقوط ورځو ته په اشارې سره د دې وزارت رئیسانو ته وویل چې هغه ورځې په یاد ولرئ، کله چې له آسمانه بمونه وریدل او په کورونو او آن په غرونو کې د پښې ایښودلو لپاره ځای نه وه او څوک له خپله کوره وتلی نه شو. پدی حالاتوکي څوک شهیدان، څوک بندیان او څوک مهاجر شول.

هغه څرګنده کړه چې دا د خدای (جل جلاله) یوه ستره آزموینه وه چې په بریالیتوب سره تیره شوه. او اوس چې د الله په مرسته اسلامي نظام بیا په هیواد کې را منځته شوی دی، له هغه څخه ساتنه په موږ باندې فرض عین ده ځکه چې دغه نظام په ډیرو زیاتو قربانیو ورکولو سره را منځته شوی دی.

د عدلیې وزارت سرپرست د دې وزارت رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو کارونو ته متوجه و اوسي او له ټاکلي رسمي وخت څخه مخکې دندې ته حاضر شي او د رسمي وخت له پای ته رسیدو څخه وروسته هم  د خلکو په خدمت کې و اوسي او له خلکو سره نیک چلند او سلوک ولري.

اداري غونډه د شیخ صاحب له مقدماتي خبرو څخه وروسته د عدلیې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ دوام وموند او په هغې کې د سندونو او لیکونو د لاسلیک پر موضوع چې د ژباړې له پاره تقنین ته استول کیږي، د حقوقي مشورې ورکونې د خدمتونو مرکز (call center) د کارکوونکو ستونزې، د دعوت او ارشاد ریاست د پالیسۍ او دیني زدکړې د ټولګیو زدکړه یېز مهال ویش، د ولایتونو د عدلیې ریاست د محافظینو رسمي کیدل او په نورو برخو کې، خبرې وکړې.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټول هغه سندونه او لیکونه چې تقنین ریاست ته د ژباړې له پاره لیږل کیږي باید د اړوند رئیس له لورې لاسلیک شي. همدا راز پرېکړه وشوه چې د حقوقي مشورې ورکونې د خدمتونو مرکز (call center) د ستونزو په اړه دې د بهرنیو اړیکو د رئیس او اړوندې مؤسسې له ناستې څخه وروسته تصمیم ونیول شي.

دغه راز د دعوت او ارشاد ریاست د پالیسۍ او دیني زدکړې د زدکړه یېز مهال ویش پر اړه هم تصمیم ونیول شو چې د دعوت او ارشاد رئیس او د عدلیې وزارت د بشري سرچینو له رئیس سره ګډه غونډه وکړي او په ګډه دې تصمیم ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS