د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رياست او د کابل ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مفتي ضیاءالحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د جماديالآخره د مياشتې په ۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د استیناف محکمې له رئیس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو رئیس څرګنده کړه چې اړتیا ده د کابل ولایت د استیناف محکمې د وثایقو ټول آمریتونه د مدافع وکیلانو د دفاع وکالت د صادر شویو وثایقو نوملړ (اندراج) د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو له ریاست سره شریک کړي.
همداراز نوموړي وویل چې د فساد، جعل او فریب د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د دفاع وکالت وثیقې یوازې هغو کسانو ته صادرې شي چې له عدلیې وزارت څخه د فعالیت رسمي جواز ولري او له جواز پرته هېڅ شخص ته د دفاع وکالت اجازه ورنهکړل شي.
له بلېخوا په یاده ناسته کې د کابل ولایت د استیناف محکمې رئیس هم د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو له ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د صادر شویو وثایقو نوملړ به له دغه ریاست سره شریک شي او دغه راز مدافع وکیلانو ته د وثیقې د صادرولو په برخه کې به لا زیاته پاملرنه وشي.
