د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کندوز ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۰
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۳۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کندوز مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن سهيب، د استيناف محکمې رئیس مولانا محمد یوسف ابوالوفا او د نظامي محمکې رئیس شيخ عبدالهادی همت سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د کندوز ولایت په مقام کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، په جزایي قضيو کې حقوقي مرستو ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ، د مرکز او ولایتونو په کچه په وړيا ډول د ۱۸۸ شمېرې له لارې حقوقي مشورې ورکول،  په عدلي او قضائي مراجعو کې د حقوقي مساعدینو د کاري ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
د کندوز مرستیال والي په دې ناسته کې وویل، چې ټولې امارتي ادارې باید په خپلو کاري چارو کې له یوبل سره همکاري او همغږي ولري ترڅو د خلکو ستونزې ژر تر ژره حل شي. همداراز نوموړي له مسؤولینو څخه وغوښتل چې د کندوز ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو له آمریت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
همدارنګه په دې ناسته کې نورو مسؤولينو هم ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او دغه راز د هغوی د مؤکلينو په دوسیو کې لازمه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS