د عدلیې وزارت د تقنین لوی ریاست د ۲ تشو بستونو د رقابتي آزموینې اخیستل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۲۵
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په ۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د تقنین لوی ریاست د آزادې سیالۍ له لارې د ۲ تشو بستونو رقابتي آزموینه واخیستله.

په دغې آزموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤلینو حضور درلود او د آزموینې له بهیر څخه يې نظارت ترسره کړ.

د آزموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د آزموینې د ډول او د پوښتنو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د آزموینې د پروسې له روڼتیا څخه یې برخه اخیستونکو ته ډاډ ورکړ.

په دغې آزموینې کې د ګډون لپاره ۳۳ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی ۲۷ تنو په آزموینې کې برخه واخیسته او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې رقابت ترسره کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS