د عدلیې وزارت د تشو بستونو د رقابتي ازموینې له بهیر څخه د یاد وزارت د اداري معین څارنه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۱۶
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د محرم الحرام د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد وزارت د انسجام عمومي ریاست د څلورو تشو بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دې ازموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت  مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه يې څارنه وکړه.

د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رئيس د ازموینې د بهیر له روڼتیا څخه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او له هغوی سره یې د ازموینې د څرنګوالي په اړه لازم معلومات شریک کړل.

په دغې ازموینې کې د ګډون لپاره ۱۸۹ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی له جملې  څخه ۱۵۵ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولوپه موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS