د عدلیې وزارت اداري معین بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د استردادي قضایاوو د قرار پر تطبیق ټینګار وکړ.

waheed
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۵:۵
.

د عدلیې وزارت اداري معین ښاغلي سید محمد هاشمي بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د عدلیې ریاست کارونو بررسي ترسره کړه او همدا راز یې د بامیان ولایت سیمه ایزو چارواکو سره د محاکمو قطعي او نهايي فیصلو د تطبیق، د استردادي فیصلو د قرارونو تطبیق او د ځمکو غصب مخنیوي اړوند خبرې اترې وکړې.

د عدلیې وزارت معین د بامیان له والي ښاغلي سید انور رحمتي سره د ځمکو غصب مخنیوي، د عدلیې ریاست او د بامیان ولسوالیو د حقوقو مدیریتونو امنیت ټینګښت، د دولت د استردادي قضایاوو د قرارونو تطبیق په برخه کې د پولیسو جدي همکاري او د محاکمو قطعي او نهايي فیصلو د تطبیق په اړه خبرې او بحث وکړ.

.

په دې کتنه کې د بامیانو والي د مسؤلیتونو ښه ترسراوي په برخه کې پر همغږۍ د ټينګار ترڅنګ دا راز د قانون تطبیق په برخه کې د عدلیې ریاست کارکوونکو سره د پولیسو له همکارۍ ډاډ ورکړ.

د عدلیې وزارت اداري معین دا راز یاد سفر پر مهال د بامیان ولایت د استیناف عمومي محاکمو له رئیس سره هم لیدنه او د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

سید محمد هاشمي دا راز د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د کاري امورات او ستونزې یې ارزیابي کړې. همدارنګه په مسلکي او اداري برخه کې د کارکوونکو ستونزو حل په موخه یې هغوی ته یو شمېر لارښوونې هم وکړې.

.

د عدلیې وزارت اداري معین همدارنګه د یاد سفر پر مهال د دایکندي ولایت عدلیې رئیس سره هم لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د دایکندي ولایت ستونزې او وړاندیزونه یې هم واریدل او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

د یاد سفر په بله برخه کې د عدلیې وزارت اداري معین د بامیان ولایت له یو شمېر متنفذین، علماؤ، مسؤلینو او د مدني ټولنو له فعالانو سره هم لیدنه وکړه او د هغوې ستونزې یې واوریدې. د مدني ټولنو فعالانو د عدلیې وزارت اداري معین سید محمد هاشمي د پر وخت اجراتو، تلپاتې همکاریو او د نیک او ښې رویې ستاینې په موخه ستاینلیک ورکړ.

د عدلیې وزارت ومعین دا راز د یاد سفر پر مهال د بامیان ولایت د پوهنتون او پوهنې له رئیسانو سره هم لیدنه او د یو شمېر ستونزو حل په موخه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS