د عدليې وزیر په بلخ کې د عدلي کارکوونکو په واسطه د عدالت په تأمینولو ټینګار وکړ

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۶:۴۳
.

د هېواد د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د بلخ ولایت په سفر کې د هغه ولایت له سیمه ییزو مسؤلانو او د عدليې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او په هغو زده کړه ییزو برنامو کې يې ګډون وکړ چې د عدلي او قضايې کارکوونکو لپاره جوړه شوې وې.

ښاغلی معنوي د یکشنبې په ورځې  بلخ ته ورسید او د مولانا جلال الدین بلخي په بین المللي هوايې ډګر کې يې د بلخ د والي محمد فرهاد عظیمي او نورو سیمه ییزو مسؤلانو له خوا هرکلی وشو.

هغه په بلخ کې له ښاغلي عظیمي او د سیمه ییزو ادارو له مسؤلانو په یوه ناسته کې د هغه ولایت د سیمه ییزې ادارې د مشرتابه لاسته راوړنې د یادونې ور وبللې او له دې امله چې په دې وروستیو وختو کې د ۱۵ زره جریبه ځمکې د استرداد په هکله د محکمې د قطعي حکم په تطبیق کې د حقوقو له ادارې سره همکاري کړې ده، مننه او قدرداني وکړه.

د عدليې وزیر دغه راز د عدليې ریاست عمومي وضعیت او ستونزو په باره کې خبرې وکړې او قضیو ته په رسیدنه کې يې د سیمه ییزو عدلي او قضايې ادارو ترمنځ په همکارۍ او په همغږۍ باندې ټینګار وکړ. د بلخ والي او سیمه ییزو مسؤلانو هم د عدلي، قضايې او حقوقي بنسټونو سره  ملګرتیا او همکاري د بلخ د سیمه ییزې ادارې د دندو له جملې څخه وبلله.

.

دعدليې وزیر په دې سفر کې، د هغې برنامې ( د حقوقو د اساسي زده کړو) د پای ته رسیدو په غونډه کې چې د بلخ، سرپل، جوزجان، بغلان او کندز د ولایتونو د عدليې ریاستونو ۲۹ تنو مسلکي کارکوونکو لپاره د (چیکي) دفتر په همکارۍ جوړه شوې وه، ګډون وکړ. هغه دغه راز د (حقوقي مساعدتونو د تقنیني سندونو د ور پیژندنې) په زده کړه ییزه برنامه کې چې د عدالت موسسې له لوري د عدلي-قضايې ادارو ۵۰ تنو مسلکې کارکوونو لپاره، جوړه شوې ده، ګډون او وینا وکړه.

فضل احمد معنوي په دې برنامه کې عدلي او قضايې ادارو ته له دې جملې څخه د عدليې وزارت، څارنوالي، محکمې، مدافع وکیلان او پولیس داسې ځنځیر وباله چې د یو بل مرستندوې دي.

هغه څرګنده کړه که چېرې د کشف په پړاو کې سم کار ترسره نه شي او یا مدافع وکیل یا له څارنوالي سره د یوې کچې مدافع حقوقي مساعد په محکمه کې شتون ونه لري هيڅکله به عادلانه محاکمه صورت ونه مومي.

.

فضل احمد معنوي عدلي او قضايې کارکوونکو ته وویل چې د عدالت په تأمینولو کې ستر رول لرئ او که چېرې دغه رول په سمه توګه ترسره نه کړئ، د عدالت بل لوري چې ظلم او حق تلفي ده، صورت مومي.

د عدليې وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت عدلي او قضايې ادارو ته د ځانګړې مقام قایل دی او د عدليې وزارت هم اوس هڅه کوي چې د هېواد په ډيرو لرې پرتو سیمو کې په ځای پورې اړوندو بنسټونو ته رسیدګي وکړي. هغه وویل چې زموږ پالېسي، تمرکز پالنه نه ده او په همدې دلیل د نوي کال په تشکیل کې مو هرې ولسوالۍ ته یو حقوقي مساعد په پام کې نیولې دی ترڅو هېواد په هره سیمه کې عدالت تأمین شي.

هغه زیاته کړه: که څه هم عدلي او قضايې بنسټونه له ستونزو څخه خلاص نه دي، خو موږ هڅه کوو چې هیڅ داسې ناوره پيښه چې د بي عدالتي لامل شي د عدليې وزارت د مسؤلیت په ساحه کې رامنځته نه شي.

.

ښاغلي معنوي له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په دې لاره کې همکاري وکړي، ځکه یوه بد ناموونکی پدیده ټوله اداره او ټول حکومت تر پوښتنې لاندې نیسي. هغه همدا راز ټینګار وکړ چې موږ له همکارانو څخه هیله لرو چې د هغوی ننی کار له تیر وخت سره توپیر ولري او په هیڅ صورت د عدالت په وړاندې زور ته تسلیم نه شي.

هغه د دولت د قضایاوو د ادارې په باره کې وویل چې هیله نه لرو هره قضیه د دولت په ګټه تمامه شي، بلکې اصلي موضوع دا ده چې عدالت تأمین شي او که چېرې څوک عامه شتمني غیر قانوني تصرف کوي باید له هغه څخه واخیستل شي.

د عدليې وزیر د محکمو د حکمونو په تطبیق کې ستونزو ته په اشارې سره وویل د دولت له مشرتابه سره په خبرو کې پایلې ته رسیدلې یو په هغه صورت کې چې د حقوقو اداره ته یوازیتوب سره قادره نه وي د محکمو حکمونو او پریکړې تطبیقې کړي، د پولیسو ځانګړې ځواکونه د عمل ډګر ته ور وډانګي او له دغې ادارې سره دې همکاري وکړي.

.

هغه په دې برنامه کې دغه راز د عدليې وزارت اصلاحي طرحې ته په اشارې سره وویل چې دغه طرحه منظوره شوې او اجرايې ده چې د دې وزارت د تشکیل زیاتوالي او له مسلکي کارکوونکو د مقام پیاوړتیا پکې شاملېږي.

فضل احمد معنوي د عدلي او قضايې کارکوونکو د امنیت په تأمینولو هم ټینګار وکړ او ويې ویل چې دغه موضوع د افغانستان د دولت په امنیتي اجندا کې ده.

هغه څرګنده کړه چې له دې وروسته د عدليې وزارت مشرتوب د خپل هر کارکوونکي د کړنو ځواب ورکوونکی دی او څوک نه شي کولای له ولایتي کارکوونکو یا مسؤلانو په مستقیمه اړیکه کې له هغوی څځه رپوټ وغواړي. هغه په همدې حال کې وویل چې د وزارت مشرتوب له کارکوونکو څخه صادقانه او ځواب ورکوونکې کار غواړي.

د عدليې وزیر وویل چې ټول باید په نفس باندې د اعتماد سره په یو سالم محور کې کار وکړو او د خلکو هیله چې د عدالت تأمین دی، ترسره کړو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS