د عدليې وزارت له هغو ژباړونکو څخه چې په کابل ښار کې د دارالترجمې د فعالیت د جواز غوښتونکي و، آزموینه واخیسته.

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۰:۵۹
د عدليې وزارت له هغو ژباړونکو څخه چې په کابل ښار کې د دارالترجمې د فعالیت د جواز غوښتونکي و، آزموینه واخیسته.

د افغانستان اسلامي جمهوریت  د عدليې وزارت، د قانون د حکمونو د تطبیق، د رسمي سندونو د ژباړنو کیفیت ته د لازیات اعتبار ورکولو او لوړولو په منظور، له هغو ژباړونکو څخه چې په کابل ښار کې د دارالترجمې د فعالیت د جواز غوښتونکي و د دې وزارت د تقنین ریاست په تالار کې آزموینه واخیسته.

د تقنین لوی رئیس عبدالمجید غني زاده د رسمي سندونو د کره ژباړنې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او له برخه والو څخه يې وغوښتل چې د رسمي سندونو د ژباړنې د کیفیت د لوړولو او تضمین لپاره د رسمي سندونو د کره ژباړنې لپا ره له هیڅ راز هڅوڅخه ډډه ونه کړي.

وزارت عدلیه از ترجمان‌هایی که خواهان جواز فعالیت دارالترجمه در شهر کابل بودند، امتحان گرفت.

په همدې حال کې د عدليې وزارت د رسمي سندونو د ژباړنې او تصدیق د ادارې رئیسې مرضيې شجاع په آزموینه کې د ژباړونکو د کارنده وندې اخیسنتې له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه چې له قانون سره سم د حکمي او حقیقي اشخاص د رسمي سندونو د ژباړنې لپاره دعدليې وزارت ته ځواب ورکوونکي دي، په همدې نسبت له هغو کسانو څخه چې په دې آزموینه کې به بریالي شي غواړو چې د رسمي سندونو ژباړه په سمه اوکره توګه وکړي او د ژباړنې په متن کې د رسمي سندونو د اصلي متن د کمولو او زیاتولو له مخه ونیسې.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې آزموینه کې بریالیو کسانو ته د دارالترجمې د فعالیت جواز ورکول کېږي. هغه اشخاص چې په دې آزموینه کې له ګډون څخه پاتې شوي دي کولې شي د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې کره ۲۰ نیټې پورې خپل سندونه د عدليې وزارت د رسمي سندونو ژباړنې او تصدیق ریاست ته وسپاري تر څو وکولاې شي راتلونکې آزموینه کې ګډون وکړي. د دویم پړاو په آزموینه کې د ناغېړې او نه ګډون په صورت کې به د هغوې سندونه د دې وزارت د رسمي سندونو د ژباړنې او تصدیق ریاست له لارې د تائید وړ ونه ګرځي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS