د عدليې وزارت سرپرست په کابل کې د چين د سفارت له استازي سره وليدل

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۱۱:۱۰

د يک شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د لړم مياشتې په نهمه نېټه د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست وزير ښاغلي شیخ مولوی عبدالحکیم شرعی د چين د وزير مشاور او د سفارت استازي Mr Ding  او Mr Huang Zongwang  سره وليدل، په ناسته کې د دواړو هيوادونو د اړيکو په پراختيا او ټينګښت خبرې اترې تبادله شوې.

ښاغلي وزير صاحب د دوه اړخيزو اړيکو په ټينګښت او ژمنتيا ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې موږ د تاريخ په اوږدو کې له چين سره د يو ښه ګاونډي په توګه تعامل کړی.

ښاغلي وزير صاحب وويل: موږ ستاسې د ټولو مرستو قدرداني کوو او موږ ته ستاسې له پروژو څخه ستاسې ښه نيت هم ډېر ارزښت لري، زه په خپله د اسلامي امارت او د ټول افغان ولس په استازولۍ بشپړ اطمینان درکوم چې موږ به خپلې ټولې خبرې په عمل کې څرګندوو او تل به خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې کيږو.

بل لور ته د چين د سفير استازي وويل چې موږ افغانستان ته د يو لوی هيواد په توګه ګورو چې د بهرني اشغال په وړاندې يې ازادي واخسته، له سل کلونو وروسته به له دې څخه يو ستر هيواد جوړيږي او موږ به د ورور هيواد په څېر تعامل ورسره کوو، له نن څخه ۷۲ کاله پخوا ۱۹۴۹ کال کې موږ له ستر اقتصادي ناورين سره مخ شوو نو همدا افغانستان و چې له موږ سره يې مرسته وکړه او په خپلو پښو ودرېدو، هغه له موږ څخه نه هېريږي، اوس چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی نو موږ غواړو داسې مرسته ورسره وکړو چې په خپلو پښو ودرېږي.

مسټر ډينګ زياته کړه چې د افغانستان نوی حکومت عزت او وياړ دی اوس وخت رارسېدلی چې دا هيواد او ولس يې په خپلو پښو ودريږي، ښايي په اقتصادي ستونزو ډېر تمرکز وشي او د چين هيواد په دې اړه مرستو ته ژمن دی.

هغوی زياته کړه چې د لسو ټنو جلغوزو يو پرواز به ډېر ژر چين ته ولاړ شي او دا به د افغانستان د بزګرانو لپاره به ښه زېری او لاسته راوړنه وي.

نوموړي وويل موږ خوښ يو چې له دې حکومت سره د پخوا په پرتله په دې هيواد کې امنيت ډېر ښه شوی، تاسې پوهېږئ چې امنيت په دوه اړخيزو اړيکو کې ډېر رول لري نو دا به زموږ او ستاسې په اړيکو هم ښه اغېز ولري او له دې وروسته به نه يواځې چين بلکې د نړۍ د نورو هيوادونو تاجران هم په دې هيواد کې پانګونې ته زړه ښه کوي.

په ناسته کې د ښاغلي وزير صاحب له لوري څلورکسيز مسلکي هيئت تشکيل او هغوی ته ور معرفي شو تر څو د د وزارت په انګړ کې د پروژو د تطبيق په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

ښاغلي مسټر ډينګ وويل موږ به دوه اړخيزو اړيکو ته پراختيا ورکوو او دا وړې پروژې دي چې موږ يې خپل دوست هيواد ته وړاندې کوو.

د ناستې په پای کې دواړو لوريو يو له بله مننه وکړه او د ښو اړيکو د او د اړيکو د تداوم ژمنه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS