د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو د اداري ناستې جوړېدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۴۸

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د جمادي الثاني میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د عدليې وزارت د معینانو او مرکزي رییسانو په ګډون ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه پکې بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.

په دغې ناسته کې، دفاع وکالت ستاژ ته د داخلې آزموینې او د هغې اړوند لایحې په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او د دفاع وکالت ستاژ ته د ورودي آزموینې لایحه و ارزول شوه.

دغه راز په یاده ناسته کې، د ښوونیزو برنامو او سیمینارونو د نصاب د بررسۍ او د وزارت مقام ته یې د وړاندې کولو په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او د مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق په مشرۍ او د حقوقي مرستو د رییس، د خپرونو رییس او د انسجام لوی رییس په غړیتوب یوه کمېټه جوړه شوه ترڅو د تقنین ریاست او د بشري سرچینو ریاست ښوونیزې برنامې و ارزوي او د ۱۴۰۲ کال تشکیل کې بستونه د ضرورت پر اساس جوړ کړي. دغه راز یادې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د امارت د قضایاو د لوی ریاست د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد ښوونیز نصاب څخه بیاکتنه وکړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د کتابتون د بررسۍ او تصفيې په اړه بحث وشو او د خپرونو رییس په مشرۍ او د تقنین ریاست، د داخلي پلټنې ریاست د قوانینو د طرحې کمېټې د استازو په غړیتوب یو کمېټه جوړه شوه ترڅو د تقنین لوی ریاست کتابتونو د عدليې وزارت لوی کتابتون بررسي او تصفیه کړي.

د ریاستونو د قوانینو، لوایحو او اصولو بیا ځلې بررسي په دغې ناسته کې یوه بله موضوع وه چې پرې بحث وشو او ددغه وزارت مرکزي ریاستونو ته دنده وسپارل شوه چې خپل اړوند قوانین، لوایح او اصولو څخه بیا کتنه وکړي او د امیرالمومنین حفظه الله له فرمان سره سم په دغې برخه کې اجراآت وکړي.

دغې ناسته کې، د عدلیې وزارت د سرپرست له لوري ګډونکوونکو ته نورې لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS