د عدليې وزارت د دې وزارت د فعالیتونو او لاس ته راوړنو یو کلن راپور وړاندې کړ

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۶:۱۲
.

د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر د روان کال د صفرالمظفر میاشتې په ۸ نیټې د یکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکوونې کنفرانس کې د دې وزارت د فعالیتونو او لاس ته راوړنو یو کلن راپور وړاندې کړ.

د عدليې وزارت معین د کنفرانس په لړ کې وویل چې دې وزارت تېر یو کال کې، ۲۰ تقنیني سندونه چې کړنلارې او د تقنیني سندونو مسودې په کې شاملې دي، تسوید او تدقیق کړي او د اسلامي امارت ادارو او وزارتونو ته یې ۱۷۲ حقوقي مشورې وړاندې کړي او د وزارتونو ۷ تقنیني سندونو په اړه یې نظر څرګند کړی دی. همدا راز هغه زیاته کړه چې د نړیوالو حقوقي سندونو ۲۶ مسودو په اړه یې نظر څرګند کړی او ۸۲ زره او ۴۲۲ رسمي سندونو ژباړه یې د هېواد رسمي ژبو څخه بهرنېو ژبو ته تصدیق کړي دي.

همدا راز د عدلیې وزیر وویل چې دغه وزارت تېر کال کې ۹۷ زره او ۷۰۰ حقوقي قضیې چې عریضې او دوسیې په کې شاملې دي د هېواد په کچه ثبت او هغو ته یې رسیده ګي کړې چې له هغو څخه، ۳۳ زره او ۷۰۰ املاکي عریضې، ۵۷ زره د سوداګرۍ د پورونو عریضې او ۷ زره کورنۍ عریضې دي.

720

د هغه په وینا، له ثبت شو قضیو څخه، ۴ زره او ۶۰۱ قضیې د مصالحې او مینځګړیتوب له لارې بې له دې چې محکمو ته ارجاع شي حل او فصل شوي، ۱۹ زره قضیې محکمو ته استول شوي، ۷ زره او ۷۰۰ قضیې د پړاوونو د تېرولو په غرض مسوولو ادارو ته استول شوي، ۳۹ زره قضیې حفظ شوي او ۲۵ زره او ۸۹۵ قضیې تر دوران لاندې دي. هغه زیاته کړه چې تېر کال کې ۱ زرو ۵۰۴ دوسیې دغه وزارت ته رسیدلي چې له هغو څخه ۶۹۵ دوسیې تطبیق شوي، ۶۰۹ دوسیې سترې محکمې او نورو مراجعو ته استول شوي او ۲۰۰ دوسیې تر دوران لاندې دي.

بې وزله متهمینو ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو برخه کې د عدليې وزارت معین د دغه وزارت مسولیتونو ته په اشارې سره وویل چې دغه وزارت تېر کال کې، د ۱۶۷تنو بې وزلو مظنونینو او متهمینو له حقوقو څخه په عدلي او قضايې مراجعو کې دفاع کړې او ۱۶۳ وړیا حقوقي مشورې یې وړاندې کړې دي. هغه زیاته کړه چې دغه وزارت ۷۸ د عامه حقوقي پوهاوي برنامې جوړې کړي او ۶ زره او ۹۳۶ تنو له پاره یې د عامه پوهاوي برنامې جوړې کړې دي.

دعدليې وزارت معین د خپلو ویناو په بله برخه کې وویل چې دغه وزارت تېر کال کې ۱ زرو ۲۱۵ د معاملو د لارښوونې او ۷۳۱ د عریضې لیکونکو له پاره جواز لیک صادر کړی او د ثبت ۷۰۷ ټوکه کتابونه یې وېشلي او شاوخوا د ۲ زرو او ۹۵ د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکنې د جواز لیک تر لاسه کولو معلوماتي فورمې یې صادرې کړې دي. هغه زیاته کړه چې ۱ زرو ۱۶۹ د معاملو د لارښوونې دفترونو څخه څارنه او بررسي شوې چې ۳۲۹ دفترونه د تخلفاتو له امله تړل شوي دي.

1000

په دغه کال کې د معاملو د لارښوونې ۲۹۰ دفترونو خپل جوازونه فسخ کړي او د معاملو د لارښوونې ۱۸۳ نور جوازونه لغوه شوي دي.

هغه وویل چې تېر کال د ټولنو او خیریه بنسټونو د جواز ۱۵۰ غوښتلیکونه عدلیې وزارت ته رسیدلي چې له دې جملې څخه ۹۲ جوازونه صادر شوي، ۱۷ تنو نورو د بانکي تضمین او تعرفې په دلیل بیا ځلې مراجعه نه ده کړې او ۴۱ نور غوښتنلیکونه تر دوران لاندې دي. هغه زیاته کړه چې د ټولنو له ۲۱۲ دفترونو څخه لیدنه او نظارت شوی چې په هغو کې ۱۵۰  نوې ټولنې او پاتې ۶۲ ټولنې پخوانۍ دي. ۴ ټولنې د غیر قانوني فعالیتونو او د خلکو شکایتونو په دلیل تړل شوي دي.

شیخ صاحب وویل چې عدلیې وزارت د ۶ زرو ټولنو پر دوسیو چې تېر حکومت کې یې جواز ترلاسه کړي بررسي پېل کړې او تر اوس مهال پورې ۵۳۲ دوسیې بررسي شوي چې له هغو څخه ۳۰۰ بنسټونه فعاله او ۲۳۲ نور بنسټونه غیر فعاله تثبیت شوي دي.

د عدلیې وزارت معین وویل چې دغه وزارت د چین خلقي جمهورۍ په مرستې د دې وزارت په انګړ کې د یو مسجد شریف ودانولو کار پېل کړی چې ۷۵ سلنه کار یې بشپړ شوی او کار پرې روان دی.

هغه زیاته کړه چې د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر اوونۍ کې دو ځله په عدلیې وزارت کې روان دی او تر اوس مهال د ارزونې ۱۶ دورې د ۸۴۴ مدافع وکیلانو له پاره جوړې کړي چې په پایله کې یې ۷۸۵ تنه بریالي، ۳۶ تنه له هغو څخه ناکامه او پاتې ۲۳ تنه غیر حاضر شوي ول. هغه زیاته کړه چې تر اوس مهال پورې ۴۱۵ مدافع وکیلانو ته د وکالت جواز توزیع شوی دی.  

720

د عدلیې وزارت معین توضیح ورکړه  چې د دولت له حقوقو او ګټو څخه د دفاع په برخه کې، له ۳ زره او ۳۲ جریبه څخه زیاته ځمکه او یو دوکان د محکمې د حکم پر اساس د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي او د محکمې حکم هم پرې تطبیق شوی دی. همدا راز له ۱۱ میلیونه او ۷۳۵ زره څخه زیاتې افغانۍ او له ۷۶۰ څخه زیات ډالر چې د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي، د اسلامي امارت حساب ته تسلیم شوي او له ۱۵۲جریبه څخه زیاته ځمکه او ۱۶ کورونو اړوند د محکمې حکم چې د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي، د تطبیق په غرض اړوندو ادارو ته استول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې له ۲۴۲ میلیونو او ۱۹۹ زرو څخه زیاتې افغانۍ او له ۲۷ میلیونو او ۲۷۸ زرو څخه زیات ډالر هم د تطبیق په غرض استول شوي دي.

د عدلیې وزارت د مسلکي معین په وینا، په دې موده کې له ۴۹ زرو ۳۴۸ جریبو څخه زیاتې ځمکې او د ۱۸۰ دوکانونو اړوند، استردادي پرېکړې صادرې شوي او یا هم له تثبیت څخه وروسته، پریکړه د اسلامي امارت په ګټه تطبیق شوې ده. د ۱ زرو ۸۲۹ جریبه ځمکې اړوند صادر شوي قرارونه (پرېکړې) هم د تطبیق په موخه استول شوي دي. ۳۰۸ زره او ۹۳۵ جریبه ځمکې د عدلیې وزارت د هاند او هڅو په ترڅ کې اړونده ادارو ته تسلیم شوي دي.

شیخ عبدالکریم حیدر د تېر کال په موده کې راټول شو عوایدو په اړه هم وویل چې عدليې وزارت په دې موده کې ټول ۱۰۷ میلیونه او ۱۵۲ زره او ۵۳۳ افغانۍ عواید راټول کړي او د افغانستان اسلامي امارت خزانې ته یې سپارلې دي. هغه زیاته کړه چې تېر کال کې د دغه وزارت ټول مصارف ۱۵۰ میلیونه افغانې وې چې له دې څخه ۹۶ میلیونه یې د کارکوونکو د معاشونو په ورکړې او پاتې ۵۴ میلیونه افغانۍ د اړتیا وړ جنسونو د پېرودنې، د وزارت ساتنې او مراقبت او نورو برخو کې لګېدلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۳:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې او د ټولګټو چارو رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د ټولګټو چارو رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د ټولګټو چارو رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د پکتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د ميدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د بهسود ولسوالۍ د یو شمیر مشرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د ميدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د بهسود ولسوالۍ د سفيد ديوار کلي د مشرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د عدلیې رياست په مقر کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۰
Background image

تېره اوونۍ په کابل کې ۱۹۱ تنو ته حقوقي عامه پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په کابل ښار کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۱۹۱ تنو ته حقوقي عامه پوهاوی وړاندې کړی دی.
دغه ریاست په یاده موده کی د حقوقي عامه پوهاوي برنامې د کابل ښار په ۳. . .

BACK TO NEWS