د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو د ریاست اوونیزه ناسته جوړه شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۰:۳۹
،

د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو د ریاست اوونیزه ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشت په ۲۰ نېټه د شنبې په ورځ د حقوقي مساعدتونو د رییس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ د یاد ریاست په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته چې د کارکوونکو د ننګونو او ستونزو اورېدلو او د کاري بهیر چټکتیا او ښه والي له پاره د لارښوونې صادرولو په موخه جوړه شوې وه، د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یادې ناسته کې، اداره کې د نظم او دسپلین رعایتولو، له محکمو سره د حقوقي مساعدینو د شته ستونزو، په محکمو کې د مساعدینو او د عامه حقوقي پوهاوي د کارکوونکو له کارونو څخه دوامداره نظارت او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغې ناسته کې د حقوقي مساعدتونو رییس ددغه ریاست اداري ستونزې بیان کړې او د یادو شوو ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې. یاده ناسته کې د نظم او دسپلین په رعایتولو هم ټینګار وشو.

دغه راز د حقوقي مساعدتونو رییس په محکمو کې د شته ستونزو په اړه لارښوونه وکړه چې وروسته له دې په محکمو کې د حقوقي مساعدینو د کارونو له بهیر څخه جدي نظارت وشي. په دغې ناسته کې، حقوقي مساعدینو د محکمو د عدم همکارۍ او له مساعدینو سره د ځینو محکمو د چلند په اړه خبرې وکړې.

د حقوقي مساعدینو رییس وویل چې شته ستونزې دغې اداره کې د یو قانوني میکانیزم د نشتوالي له کبله دي. نوموړي د حقوقي مساعدتونو د مقررې د مسودې د جوړولو له موظف ټیم څخه وغوښتل چې په ټاکل شوي وخت ددغې مقررې د مسودې د تسوید کار بشپړ کړي ترڅو له پړاونو څخه تېره او د امیرالمومنین حفظه الله له توشیح څخه وروسته شته ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS