د عدليې وزارت خبرتیا; د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر د څلورمې دورې پېل

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۲ - ۱۳:۵۷

په ټول هیواد کې ټولو مدافعو وکیلانو ته خبر ورکول کیږي د مدافعو وکیلانو ریاست د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه چې د چنګاښ د میاشتې له ۲۵ نیټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، د ۵۰ تنو نورو  مدافعو وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکوونو د نوي کولو په منظور پېلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې خپل غوښتنلیکونه د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره د مدافعو وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

په همدې ډول د مدافعو وکیلانو شتون په ټاکل شوې ورځ حتمي او لازمي دی په آزموېنې که د غیابت او  نه حاضرېدو په صورت کې دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي

د جدول د ترلاسه کولو له پاره دلت کلیک کړئ

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS