د شمالختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت او د کندز ولایت د زندانونو د چارو د تنظيم رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د شمالختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت او د کندز ولایت د زندانونو د چارو د تنظيم رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د جماديالثاني د میاشتې په ۶مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.
په دې ناسته د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمر، مولوي ګلبدین رهبر په اړوندو برخو کې د کندز ولایت د مدافع وکیلانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنکی شو.
په ورته مهال د کندز ولایت د زندانونو د چارو د تنظيم رئيس، قاري محمد انور د دواړو ترمنځ په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ او زياته یې کړه چې، د مدافع وکيلانو ستونزو ته رسيدګي کوي.