د سمنګان ولایت د ښاروالۍ او ملي راډیو تلویزیون ترمنځ حقوقي دعوا بررسي کیږي

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۵:۱۵

د سمنګان ولایت د عدليې ریاست د دغه ولایت د ایبک ښاروالۍ او د ملي راډیو تلویزیون د آمریت ترمنځ د یو جریب او ۱۲.۵ بسوې ځمکې په اړه د دعوا د حل په منظور  په یوې ناسته کې د دواړو ادارو له مسوولینو سره خبرې وکړې.

دغې ناسته کې چې د ربیع الاول میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د عدليې رییس، د امارت د قضایاو آمر، د ایبک ښاروال او د سمنګان ولایت د ملي تلویزیون آمر هم حضور درلود.

د دواړو ادارو د دعوا اړونده ځمکه  په ۱۳۶۱ کال کې په وړیا ډول د ملي راډیو تلویزیون په واک کې ورکړل شوې وه او وروسته په ۱۳۹۳ کال کې د دواړو ادارو ترمنځ د دعوا د مصالحې قرار د ملي راډیو تلویزیون په ګټه صادر شو؛ خو په قرار کې د شته ستونزو په دلیل له دغې جملې څخه په هغه کې د ښاروالۍ د استازي د لاسلیک نه شتون، بیا ځلي تر دعوا لاندې راغلې ده.

په دغې ناسته کې فیصله وشوه چې یو ځل بیا د دغې موضوع د بررسۍ په منظور یو هیئت وګمارل شي او رامنځ ته شوی ستونزي او دعوا  دې حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS