د سمنګان ولایت امنیه قوماندانۍ او د افغانستان بانک له استازو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۴۶
.

د سمنګان ولایت د عدليې رئیس قاري فراح الدین محمدي، د ذوالحجې میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ په سمنګان ولایت کې د امنیه قوماندانۍ او د افغانستان بانک د نمایندګۍ ترمنځ دعوا ته د رسیدګۍ په منظور د امارت د قضایاو د آمر، د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي او د یاد ریاست د مسلکي غړو په حضور کې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ او د افغانستان بانک له استازو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې رئیس د عدليې ریاست او د امارت د قضایاو آمریت د صلاحیتونو او امارتي ادارو ترمنځ دعواو ته د رسیدګۍ په اړه لازم توضیحات وړاندې کړل.

په دغې ناسته کې،  د دعوا دواړو لورو خپل دلایل او سندونه وړاندې کړل. په پایله کې تصمیم ونیول شو چې لومړی تر دعوا لاندې ساحو ته ولاړ شي او د ۱۴۴۶ ه.ل  کال له نقشې سره سم اصولي اجراآت صورت ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS