د دایکندي ولایت کیتي او کجران ولسوالیو ته د یاد ولایت د تخنیکي هیئت سفر
د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخینوي تخنیکي هیئت تېره اوونۍ د یاد ولایت کیتي او کجران ولسوالیو ته سفر وکړ.
دغه هیئت د یادو ولسوالیو له ولسوالانو سره په کتنې کې د تخنیکي هیئت د دندو، د اسلامي امارت د مشرتابه فرمانونو او په ولسوالیو کې د هیئت له دریمګونو واحدونو سره د ځايي مقاماتو همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
یادو شوو مسؤلینو د تخنیکي هیئت له دریمګونو واحدونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ. یاد هیئت هم د یادو ولسوالیو اړوند ادارو له فعالیتونو څخه څارنه او بررسي ترسره کړه او د چارو د ښه والي په برخه کې، مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
