د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۲۵
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد شوي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وشوه.

وروسته یاد هیئت په دوو ګروپونو وویشل شو او لومړی ګروپ د غړومبي سیمې پاتې ساحو ته ولاړ او د هغې دوه ټوټې یې بررسي کړه.

د دغه هیئت دوه یم ګروپ د دغه ولایت د بېلابېلو ساحو له اوسیدونکو سره په کرنې ریاست کې وکتل او د هغوی د موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې او په همدې توګه د هغوی د سندونو په تړاو یې اړوندو ادارو ته استعلامونه وویشل. مرکزي کمېسیون ته د راپورونو وړاندې کولو په منظور یو شمېر دوسیې هم ترتیب شو.

د دغه هیئت ټول غړي د والي د لارښوونې په اساس هدیرې ته د مشخصې قطعې د تعیین په منظور خونې خوړ او صحرا باغ ساحو ته ولاړ او دوه ټوټې یې له نږدې نظارت او بررسي کړې چې وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS