د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۱:۵
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت د دغه ولایت له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.

یاد هیئت د صبرۍ ولسوالۍ او د شیرین جمال او قلموال مېنې د ساحو له یو شمېر اشخاصو سره د هغوی اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

دغه هیئت په دوو ډلو وویشل شو او د هغو یوه ډله خونې خوړ ساحې ته ولاړه او د یو شخص له ځمکې څخه چې د هغې دوسیه تر بررسۍ لاندې ده، څارنه وکړه.

د دغه هیئت دوه یمه ډله د اسماعیل خیل ولسوالۍ للمي او ورزې ساحو ته ولاړ او په یاده ساحه کې له امارتي املاکو څخه څارنه وکړه. یاد هیئت پورته ساحو کې کار بند کړ او اړوند اشخاص د هغوی له سندونو سره راتلونکې غونډې ته وغوښتل او د یو بل شخص له ځمکې څخه هم څارنه وکړه.

د تخنیکي هیئت غړو د باک ولسوالۍ د بابکرخیل قوم له یو شمېر مشرانو سره چې کوچیانو سره شخړه لري، هم وکتل او له هغوی څخه یې تضمین وغوښت چې د موضوع بررسۍ پورې شخړه او دعوا و نه کړي.

هغوی له ضمانت وړاندې کولو څخه ډډه وکړه او هیئت د هغوی ۸ تنه د توقیف له پاره امنیه قوماندانۍ ته وروپېژندل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS