د خوست او سرپل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۴:۴۶
.

د خوست او سرپل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم یادو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.

د خوست ولایت تخنیکي هیئت د ټڼۍ ولسوالۍ اړوند د سیګۍ دښتې له اوسیدونکو او د خوست د مرکز اړوند لکڼو او خرسینو ساحو له اوسیدونکو سره وکتل.

دغه راز یاد هیئت د مستربل ساحې له کوچیانو سره وکتل او د عامه مرعی ځمکو په اړه یې له هغوی سره بحث او خبرې وکړې. دغه راز یاد هیئت د خوست مرکز اړوند د صحرا باغ له ساحې څخه لیدنه وکړه.

.

په همدې حال کې د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د امام جعفر کلي د اوسیدونکو د استعلامونو په اړه ، د نمیدان او کلتر کلیو د اوسیدونکو د ستونزو هوارول او د سندونو بررسي او د سوزمه قلعه او سنګ توده کلي د اوسیدونکو د سندونو بررسۍ، په اړه بحث او د نظرونه تبادله وشوه.

په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د نمیدان او کلتر کلیو د اوسیدونکو تر دعوا لاندې ساحې د عامه څړځای ځمکې دي او ټولو مناطقو مالداران په دغې ساحه کې، کولای شي له یادې ساحې څخه د څړځای په حیث کار واخلي او هیڅوک د مزاحمت او د مالکیت د ادعا حق نه لري.

د سوزمه قلعه ولسوالۍ او د سنګ توده کلي اوسیدونکو ته د شنبې تر ورځې وخت ورکړل شو ترڅو خپل سندونه او مدارک هیئت ته وسپاري.

دغه راز تخنیکي هیئت په دوو ګروپونو وویشل شو او لومړی ګروپ چشمه شیرین کلي تر دعوا لاندې ځمکو د کروکي اخیستلو په موخه دغه کلي ته ولاړ او دوه یم ګروپ پشت قره ساحې ته د دریو قطعو ځمکو د سکیچ په موخه دغې ساحې ته ولاړ. په ټوله کې د تخنیکي هیئت دوه ګروپونو ۴ قطعې ځمکې کروکي او سکیچ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS