د تېرې یوې میاشت په ترڅ کې نږدې ۴۷ زره جریبه ځمکه په جوزجان ولایت کې امارتي تثبیت؛ او څه دپاسه ۹۲۴ زره جریبه نوره ځمکه تر بررسۍ لاندې ده

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۴:۵۰
.

دجوزجان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یوې میاشتنی راپور مرکزي کمېسیون ته د استولو له پاره پکې ترتیب شو.

ددغه راپور پر بنیاد د تېرې یوې میاشت په ترڅ کې ۴۶۹۶۴.۸۱ جریبه ځمکه ددغه هیئت په واسطه امارتي تثبیت شوه  او ۹۲۴۹۰۲.۱۴ جریبه نوره ځمکه ددغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ددغه هیئت لخوا تر بررسۍ لاندې ده.

دغه راز په یاده ناسته کې، د مرکزي کمېسیون لیکوونه د یو شمېر اشخاصو د عریضو په اړه چې ادعا لري، د هغوی څړځایوونه غصب شوي تر بررسۍ لاندې ونیول شوو.

یاد هیئت د عارضینو ستونزې په حضورې ډول واوریدلې او ددغه هیئت سکرتریت ته لارښوونه وشوه چې د عارضینو موضوعاتو په اړه لا زیاتې څیړنې وکړي او زیات معلومات راټول کړي.

.

په همدې حال کې، د تخار ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت دشت قلعه ولسوالۍ ته ولاړ او په ماوراي کوکچه کې د ملي پراختیا شرکت تر دعوا لاندې ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه بررسي کړه. یاد شوي هیئت له سیمه ییزو مسوولینو او مشرانو سره هم وکتل.

پر دې سربېره، د بغلان ولایت تخنیکي هیئت د بغلان-بلخ مسیر کې د پلخمري خواجه الوان دښتې ته ولاړ او غصب شوې امارتي ځمکې یې په ګوته کړې.

.

ددغې دښتې ځمکې د یو شمېر خلکو لخوا غصب شوي او کورونه او د چرګانو د روزنې فارمونه پرې جوړ شوي دي. یاد شوي هیئت ددغې ساحې له غصب څخه مخنیوی وکړ او له غاصبینو څخه يې شرعي او قانوني سندونه او مدارک وغوښتل. د کادستر ټیم له غصب شوې ساحې څخه کروکي واخیسته.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS