د تېرې یوې مياشتې په ترڅ کې د کابل ښار د معاملاتو لارښوونې له ۱۵۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شوی

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۰:۲۵
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال حمل (وري) میاشته کې  په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱۵۵ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې  نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې وړاندې شوي دي.
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۶‍۱ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۵۰  نورو جوازونه یې تمديد کړي دي.  
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۸ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په هرات ولایت له ۴ مارکېټونه څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار په دیارلسمه ناحيه کې له ۴ مارکېټونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS