د تخار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستو جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۵۳
.

د تخار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناستې د تېرې اوونۍ دوو کاري ورځو په ترڅ کې جوړې شوې او له مرکزي کمېسیون څخه یو شمېر ترلاسه شوې دوسیې په کې بررسي شوې او د امارتي ځمکو د اجارې ورکوولو په برخه کې هم لازم اقدامات ترسره شول.

هیئت په بهارک ولسوالۍ کې یو انداز ځمکه چې وړاندې تثبیت شوې وه، استرداد کړه او اجارې ته یې وسپارله.

په همدې توګه دغه هیئت شهر کهنه کې د یو اندازه نورې ځمکې د اجارې ورکوولو پروسه پیل کړه او هم یې د ناقلین ګلفګان، ناقلین کنجک سرایسنګ دوسیې او د برښنا شرکت دوسیه يې هم بررسي کړه.

دغه راز یاد هیئت یو شمېر دوسیې چې د ځانګړې محکمې ایجاب یې درلود، اړوندې مرجع ته تحویل کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS