د بغلان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت له حمام نساجي کلي څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۸:۵۱
.

د بغلان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د ځمکو د  غصب د مخنیوي په منظور د خوستیو غوڼدې د نساجي حمام کلي ته ولاړ.

د دغې ساحې اوسیدونکي څو مودې وړاندې تخنیکي هیئت ته خبر ورکړی وو چې په دغې ساحه کې یو شخص د ښوونځي ځمکې د ګټې اخیستلو ممانعت کوي؛ په داسې حال کې چې خلک غواړي د یاد ښوونځۍ له امارتي ځمکې څخه د ښوونځۍ په حیث ګټه پورته کړي.

یاد شوي هیئت د ښوونځي د اهمیت په بیانولو سره ټینګار وکړ چې هیڅوک نه شی کولای امارتي ځمکې غصب کړي. هیئت یاده شوې ساحه بررسي کړه چې دغه ځمکه ۸ بسوې ثابته شوه.

 هیئت یاد شخص او ځايي خلکو ته دوه ورځې وخت ورکړ ترڅو هغه سندونه چې ساحه کې د ښوونځي او یا د یاد شوي شخص مالکیت ثابت کړې، تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS