د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۳
.

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئيس او د ۱۵ ولسوالیو د امارت د قضایاوو د مديرانو په ګډون جوړه شوه.
د بغلان ولایت د عدلیې رئیس په دې ناسته کې یادو مديرانو ته د خپلو مسؤوليتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ کولو، د اخلاص درلودلو، له مراجعینو سره د ښه چلند  کولو، د اسلامي شریعت او نافذه قوانينو په رڼا کې د عامه او امارتي املاکو څخه د دفاع کولو او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې مديرانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS