د بامیان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۸:۵۴
.

د بامیان ولایت د ځمکو د غصب  د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې د جرخشک ساحوي هیئت په ساحه کې د خپل کار د پرمختګ راپور وړاندې کړ او پریکړه وشوه چې په دغې ساحه کې د هیئت پاتي کار تر راتلونکې یوې اوونۍ بشپړ شي.

هیئت د نیک اژدر ښارګوټي په اړه هم بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې د هیئت تصمیم نیول د ښارګوټي د مسوولینو لخوا د استعلامونو د ځوابیو ترلاسه کولو پورې وځنډول شي.

.

د ملا غلام ښارګوټي او د نویو معلوماتو پر مبنی چې د ښارګوټي شاوخوا او د کروکي له محدودې څخه بهر ځمکې پلورل شوي دي، پریکړه وشوه چې راتلونکو ورځو کې د پلورل شویو ځمکو ټول مشخصات ترتیب شي.

په یاده شوې ناسته کې د اتفاق ښارګوټي او د یو شمېر اشخاصو او افرادو د یو لړ عریضو په اړه هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS