د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د کندلان او ملمنجي قومونو تر دعوا لاندې ځمکې په اړه د یو شخص د ملکیت ادعا بررسي شوه او له نوموړي څخه شرعي سندونه وغوښتل شول.
په همدې توګه یاده ناسته کې، د سنګ آتش ولسوالۍ پسته لیق کې د پسرلنیو یورتونو د غصب او تصرف په تړاو د یو قوم پر وړاندې د بل قوم ادعا بررسي او پریکړه وشوه چې د هغوی موضوع راتلونکې اوونۍ کې حل شي.