د افغانستان د عدلي او قضايې سکتور د سروې موندنې د عدليې له وزارت سره شریکې شوې

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۰
.

د آسیا بنسټ د افغانستان د عدلي او قضايې سکتور  (SJSA)د سروې مقدماتي موندنې چې د ولایتونو د عدليې ریاستونو د امنیتي وضعیت په ګډون د افغانستان په عدلي او قضايې نظام کې د ایمني د اغېزو د کمښت د څرنګوالي په باره کې دي، په یوه دوه ورځنۍ برنامه کې د عدليې له وزارت سره شریکې شوې.

په دې برنامه کې د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي، د دغه وزارت اداري معین، په افغانستان کې د حقوقو د پرمختیا د بین المللي سازمان رئيس، د آسیا بنسټ مسؤلانو او د ولایتونو د عدليې د ریاستونو مسؤلانو ګډون درلود.

د عدليې وزیر په دې برنامه کې عدالت او امنیت د یو بل لازم او ملزوم وبلل او ويې ويل: " په کوم ځای کې چې عدالت نه وي هلته امنیت نشته او په کوم ځای کې چې امنیت نه وي هلته عدالت نشته."

.

هغه زیاته کړه هغه څه چې د نن ورځې پورې زیاته پاملرنه ورته شوې ده د عدالت د بحث، د قانون د واکمنۍ د ټینګښت او عدالت ته د خلکو د لاسرسي د آسانولو د تحقق موندنې څرنګوالی دی، خو د دغو ټولو لپاره یوې زمینې ته اړتیا ده چې هغه هم امنیت دی.

ښاغلي معنوي وویل:"که چېرې لږ تر لږه د رواني امنیت یوه فضا شتون ونه لري، هيڅ حکومتي کارکوونکی په تېره بیا هغه کارکوونکي چې د عدلي او قضايې بنسټونو په سر کې دنده اجرا کوي، نشي کولای چې خپل کار په سمه توګه سر ته ورسوي. "

د عدليې وزارت د اداري معین ګل محمد ګلزي هم په دې برنامه  کې د نا امنۍ او د افغانستان په عدلي او قضايې نظام کې د هغې د اغېزو په هکله خبرې وکړې او د امنیت شتون يې د عدالت او د قانون د واکمنۍ په تأمینولو کې لازم او اړین وباله.

د آسیا بنسټ د قانون د واکمنۍ او حکومتوالۍ د برخې رئیس ادریس الهام د افغانستان د عدلي او قضايې سکتور د دغې سروې د ترسره کولو د څرنګوالي په هکله برخه والو ته معلومات ورکړل او برخه والو هم د افغانستان په عدلي او قضايې نظام باندې د نا امنۍ اغېزو د کمښت د څرنګوالي په هکله خپلې نظريې او وړاندیزونه طرحه کړل.

د آسیا بنسټ دغه سروې د ادارو د فزیکي وضعیت د بررسۍ، په ادارو کې د ایمني او امنیتي پالېسیو او مقرراتو د بررسۍ د بنسټونو ایمني ظرفیت او د ادارو د ساحوي موقعیت د ارزونې په ګډون په څلورو عمده برخو په تمرکز سره د ولایتونو د عدليې په ریاستونو او په ولسوالیو کې په اړوندو ادارو کې ترسره کړې ده.

له بلې خوا هم، د عدليې وزیر د دې برنامې په څنډه کې د ولایتونو د عدليې له رئیسانو سره وکتل. هغه په دې کتنه کې د ولایتونو د عدليې د ریاستونو ستونزې واوریدې او هغو ته د رسیدګۍ ژمنه يې وکړه.

فضل احمد معنوي د ولایتونو د عدليې رئیسانو ته ډاډ ورکړ چې د ظرفیت د لوړولو، د معاش او امتیازونو د لوړولو، د کارکوونکو د مقام د لوړولو، د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د هغو د امنیت د ټامینولو په لاره کې د جمهوري ریاست عالي مقام تر یو وړاندیز وړاندې شوی دی چې هغه ته مثبت ځواب ورکړ شوی دی.

هغه د عدليې د ریاستونو له مسؤلانو څخه وغوښتل چې خپله دنده په بشپړه صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړي او د عدليې وزارت اصلي مقام چې عدالت دی، وساتي. هغه د آسیا د بنسټ او د آیدیلو مؤسسې له همکاریو څخه هم مننه او قدرداني وکړه او د دغو همکاریو د دوام غوښتونکی شو.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS