د ارزګان ولایت د عدليې رییس د معاملو د لارښوونو د دفترونو له مسوولینو سره وکتل

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۵:۱۷
.

د ارزګان  ولایت د عدلیې رییس مولوي اختر محمد ثاقب د ربیع الاول میاشتې په ۳ نېټه د پنج شنبې په ورځ د دغه ولایت د معاملو د لارښوونو د دفترونو له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، د عدليې رییس د معاملو د لارښوونو مسوولینو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې د پېر او پلور په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ټول پېرل او پلورل باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره شي.

.

په دغې ناسته کې، د معاملو د لارښوونو مسوولینو خپلې ستونزې د عدليې له رییس سره شریکې کړې او خپلو ستونزو ته یې د رسیده ګي غوښتنه وکړه.

د عدليې رییس د معاملو د لارښوونو له مسوولینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونز ته به رسیده ګي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS