د ادارې د چارو د څارني او پالیسۍ له مرستیال سره د عدلیې وزارت د مسلکي معین کتنه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۵:۴۸
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ صاحب عبدالکریم حیدر د روان کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ادارې د چارو لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي صاحب سیف الدین تائب سره د عدليې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د دې کتنې موخه د اسلامي امارت کابېني د مصوبو  عملي څارنې، تایید او د پلي کېدو څرنګوالي په اړه خبرو جوړوله.

په دې ناسته کې، د عملي څارنې موخې، مقصدونه او د کار سیمي تشریح، او د عملي څارنې ټیم د عدليې وزارت مسوولینو ته معرفي شو. همدا راز په دې ناسته کې د عدليې وزارت څخه وغوښتل شول چې د معلوماتو او اسنادو وړاندې کولو کې د نظارت له ټیمونو سره همکاري وکړي.

.

د عملي نظارت موخه لوړپوړه مقاماتو ته د  وزارتونو او ادارو فعالیتونه او لاسته راوړنې وړاندې کول، د دې ادارو د اجراآتو او کړنو تصدیق او تایید، د ستونزو او کمزورتیاو په ډاګه کول او هغو ته د مناسبې حل لارې موندل او د ګډو فعالیتونو بشپړولو کې ادارو او وزارتونو ترمنځ همغږۍ جوړول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS