دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیرقانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي شول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۳:۵۱
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېر یو کال په اوږدو کې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیرقانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د یاد وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې د هېواد په کچه د سلګونو ټولنو له فعاليت څخه نظارت او بررسي ترسره کړې ده. د یاد نظارت او بررسۍ په پایله کې، دوه سیاسي ګوندونه او د لغو شویو ټولنیزو بنسټونو او خيریه بنسټونه په شمول ۷۵ ټولنې چې په غیر قانوني بڼه او د فعاليت جواز څخه یې پرته فعاليت ترسره کاوه، مشخص شوي دي.

یاد ګوندونه او ټولنې د عدلیې وزارت له لوري تړل شوي او د هغو مسؤولین اړوندو امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

دغه راز د یادو  بررسیو سره په پایله کې، له هغو ۱۷ خيريه بنسټونو چې په کارونو کې یې نیمګړتیاوې او خلاګانې موجودې وې او د اصولو خلاف یې کار ترسره کاوه، ژمنه اخيستل شوې چې خپل فعالیتونه له اصولو سره سم پر مخ یوسي. په همدې کال کې  ۱۹ خيريه بنسټونه هم په ټاکل شوي وخت د جواز نه تمدیدولو په دلیل د عدلیې وزارت له لوري لغو اعلان شوي دي.

د عدلیې وزارت په دوامداره توګه په یاد وزارت کې د ثبت شویو ټولنو له فعالیت څخه نظارت کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS