د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

  د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الآخر د میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون لري پيلېږي او د روان کال د عقرب (لړم) د میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به چې د جمادی الآخر میاشتې له ۱۱مې نېټې سره سمون خوري، دوام ولري.

د نوم لیکنې پروسه یوازې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کېږي او د نوم لیکنې پر مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی.

د غوښتونکو صورت او سیرت باید په نبوي صلی الله علیه وسلم سنتو برابر وي؛ پرته‌له دې د نوم لیکنې پروسه کې نه‌شاملیږي.

نوم لیکنې لپاره اړین اسناد:

د عدلیې وزارت د محترم مقام په عنوان رسمي عریضه

د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

څلور قطعي عکسونه ۴/۳

په ورودي ازموینه کې د شمولیت فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)

په شرایطو د برابرو وروستنی نوملړ، د کارتونو د وېش او د ازموینې اخېستو نېټه وروسته اعلانیږي.

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې سرچینې (منابع):

  • عقیدة الطحاوی
  • مجلة الاحکام العدلیة (د عمومیاتو، دعوی، بینات، تحلیف، قضاء، وکالت او عقودو برخې)
  • د عدلي محکمو اداري اصولنامه
  • د عدلي محکمو حقوقي اصولنامه
  • د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره (طرزالعمل)
  • میراث 
  • فقه (د حدودو برخه)
  • هدایه (د شفعې برخه)

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

  د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

Back to announcements