د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
.

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د پکتیا د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس‌ دا امانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت ولس ته خدمت کول دي. نوموړي په کاري چارو کې اخلاص، صداقت او د مسؤولیت احساس کولو اهمیت ته هم اشاره وکړه.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د پکتیا د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به لرې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د یاد وزارت پلاوی د هېواد نورو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د دغو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت د سپینو بیرغونو پورته کول

 عدلیې وزارت د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت، د دغه وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه پورته کړل.

دا بیرغونه چې یو لوی او نور متوسط بیرغونه په کې شامل. . .

BACK TO NEWS