په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۵۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د تېرې اونۍ په ترڅ کې د هرات ښار اړوند په ګذرې ولسوالۍکې د معاملاتو لارښوونې له ۵۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.
نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
