د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته کې د لومړنیو توکو د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
دغه ناسته د یادو اتحادیو د رئیسانو او مسؤولینو او د عدلیې وزارت  د مسؤولینو په ګډون ترسره شوه او د عدلیې وزیر په کې څرګنده کړه چې د اتحادیو مسؤولین دې خپل مسؤولیتونه په سمه او جدي توګه ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.
نوموړي همداراز وویل چې د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدو د مخنیوي په برخه کې دې خپلو مسؤولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي ټینګار وکړ چې یادې اتحادیې دې له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او اقدام وکړي.
په همدې حال کې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رئیسانو او مسؤولینو ژمنه وکړه چې د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول په برخه کې جدي هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS