په غور ولایت کې د ۱۵۷۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۰
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د الفاروق ولسوالۍ په خواجه لشکراه شويج کلي کې د یو زرو پنځه سوه اویا (۱۵۷۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او د متصرفينو د اعتراف په اساس یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه دې د ځمکو په بانک ثبت شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د کابو نهه زره (۹۰۰۰) جریبه د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۶۷ زره کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د تېر هجري قمري کال د ذی‌الحجې میاشتې په ترڅ کې د ۱۵۱ برنامو په جوړولو سره ۶۷ زره او ‍۵۷۰ تنو هېوادوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۴۱
Background image

په بغلان ولایت کې د ۲۴۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د بغلان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۰مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار زون د مدافع وکيلانو آمریت د محرم الحرام د مياشت په ۹مه نېټه د شنبې په ورځ، د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د  عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په. . .

BACK TO NEWS